کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۴ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
له هغه وروسته چې امريکا دطالبانو خلاف خپل جګړييز سياست په سولييز بدل کړ، اوددی قضيې دحلېدالپاره يې يو مذاکراتي پلاوی وګماره چې دا پلاوی لاهم په مذاکراتو بوخت دی.
تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الېس ویلز، د دغه هېواد کانګرس ته ویلي، چې د خبر اترو له لارې د افغان کړکېچ هوارول، په سیمه کې د امریکا د تګلارې لومړیتوب دی، چې امريکا ترخپل توان هڅه کوي ترڅو داناکامه جګړه دمذاکراتو له لارې حل کړي.
هغې دا څرګندونې د استازو جرګې یوې کمېټې ته کړي. الېس ویلز له دې مخکې د جرګې غړو په لېږل شوې اعلامیه کې ویلي وو، چې د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان د جګړې ختمول په سیمه کې د امریکا تر ټولو مهمه تګلاره او لومړیتوب دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په دې ټینګار کړی چې که د افغانستان جګړه ختمه شي یا امریکا له افغانستان وځي، بیا هم امریکا غواړي چې له افغانستان سره ښې او دوستانه اړیکې ولري.
ددې په وینا له افغانستان سره د امریکا ملکي مرستې به بیا هم تر یوه حده دوام وکړي. خو نوموړې زیاته کړې چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د سپین چک په معنا نه دي، بلکې د هغې په خبره باید حساب او کتاب معلوم وي او افغان حکومت باید لازم بدلونونه راولي.
نوموړې وايي اوس د امریکا پام په دې دی چې څنګه افغانستان کې جګړه ختمه شي او د سیاسي جوړجاړي یوه لاره رامنځ ته شي، ترڅو امريکاله دې ناکامې جګړې د خلاصون لاره ومومي.















