د سمندري امنيت ټولنه: هورموز تنګي کې وضعيت لا نور خرابيدلی شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۵)

د سمندري ټرانسپورټ د امنیت نړيوالې ټولنې په هورموز تنګي کې د وضعيت د لا خرابيدو خبرداری ورکړی دی.

د بيمکو په نامه د سمندري ټولنې د امنيت مشر  وايي، که څه هم په سيمه کې لا وسله واله شخړه نه ده رامنځته شوې خو وضعيت پکې تر لوړې کچې خراب شوی دی.

د تيرې چهارشنبې په ورځ په عمان خليج کې د امریکا د تيلو په دوو بيړيو بريدونه وشول چې امريکا يې پړه پر ایران اچوي خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

د سمندري امنيت ټولنې مشر وايي، د ورته ډول پيښو د پلټنو د پيل او ترسره کولو واک یوازې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انونيوګوتريش د يادو بريدونو او په سيمه کې د وضعيت د خرابيدو په اړه اندېښنه ښودلې او د تيلو بيړيو باندې پر حملو د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button