عامې روغتيا وزارت: تير کال پنځلس زره کسان د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۷)
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، تير کال په افغانستان کې په سرطان د اخته ناروغانو شل زره پيښې ثبت شوي زياتوي په دغه کسانو کې پنځلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتيا وزارت د مسؤولينو په وينا، تير کال درې زره افغان ميرمنې د سينې په سرطان اخته شوې وې چې له جملې يې اوولس سوه مړې شوي دي.
په افغانستان کې له دغه ناروغۍ څخه نه پوهاوی، د لازمو اقداماتو نه شتون، د باکیفيته درملو نه موجوديت او نور ډيری لاملونه دي چې په افغانستان کې يې د سرطان ناروغي زياته کړې ده.
که څه هم د افغانستان د عامې روغتيا وزارت پرون د سينې د سرطان د پوهاوي پروګرام پيل کړ خو لا هم په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره هيڅ داسې روغتون او یا درمل شتون نه لري چې د يادې ناروغۍ د مخنيوي لپاره برابر شوی وي.



