پاکستان: د استخباراتي ادارې “آی اس آی” نوی مشر وټاکل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۷)

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د هغه هيواد د استخباراتي ادارې “آی اس آی” پخوانی مشر له دندې ګوښه او پر ځای يې جنرال فیض حميد نوی مشر ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې د يادې ادارې مشري جنرال نويد مختار کوله خو د تير کال په اکتوبر مياشت کې جنرال عاصم منير وټاکل شو او شاوخوا اته مياشتې کېږي چې یو ځل بيا د استخباراتو مشر بدليږي.

جنرال فیض محمد تر دې مخکې په آی اس آی کې د داخلي امنيتي څانګې مشري کړې ده.

د پاکستان د استخباراتو مشر د پوځ د مشر او لومړي وزير په توافق ټاکل کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button