(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۷)
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ وياند ايرل براون وايي، چې حوثيانو د امريکا د پوځ اړوند “MQ-9” ډوله بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
د پوځ په اعلاميه کې راغلي، چې یاده الوتکه د جون مياشتې په شپږمه نيټه د ايران په مرسته ويشتل شوې او نسکوره شوې ده.
د امريکا پوځ وايي، د دوی الوتکه په ډيره لوړه ارتفاع کې ويشتل شوې او په نښه کول يې د حوثيانو د وړتيا زياتېدل په ډاګه کوي چې په وينا يې له ايران يې مرسته اخيستې ده.
دغه راز نوموړی قوماندان وايي، ايران په جون مياشت کې هم د عمان په خليج کې د امريکا یوه بې پيلوټه الوتکه نسکوره کړې څو د تيلو پر لېږدوونکو بيړيو د امريکا څارنه له خلل سره مخ کړي.


















