روزګان: پوليسو د برېښناشرکت د رييس له کور څخه وسلې ترلاسه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۷)

د کورنيو چارو وزارت وايي، په روزګان ولايت کې يې د دغه ولايت د برېښنا د ريیس او د یوه قاچاقبر له کور څخه وسلې ترلاسه کړي دي.

سرچينه زياتوي، د پوليسو په چاڼيزو عملياتو کې لسګونه ميله وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي او د رييس د نيولو هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عين حال کې د دستګير په نوم د یوه قاچاقبر پر کور عمليات شوي او د هغه د نيولو تر څنګ لسګونه ميله وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړي ته دغه وسلې له کومې لارې راغلي او د څه لپاره يې په کور کې ساتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ پوليسو په کندز کې د پوليسو د یوه پخواني قومندان له کور څخه هم د عملياتو په ترڅ کې لسګونه ميله وسلې، مهمات او پوځي یونيفورمونه ترلاسه کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button