کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۲۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل
راپورونه وايي چې اورلګېدنې په پروان ولایت کې هټۍ والو ته مالي زیان اړولی.
هټۍ وال شکایت کوي چې ددې مالي زیان اصلي لامل د اور وژنې ټیم ناوخته رسېدل وو.
دغه اورلګېدنه نن له غرمې مخکې د پروان ولایت په هوفیان چوک کې رامنځ ته شوې ده.
دوکانداران وايي، چې لومړی د تېلو یو دوکان اور اخېستی و او وروسته اور د بازار ګڼو نورو دوکانونو ته خور شوی دی.
اور د پروان ولایت د اور وژنې ادارې په مرسته مړ شوی، خو هټۍ وال وایي، چې دغه ټیم ډېر ناوخته د اور لګېدنې سیمې ته رسېدلی دی.
دا چې څومره زیان یې اړولی دی په اړه یې کره معلومات نشته.
خودسیمې اوسېدونکي وايي چې په دې اورلګېدنه کې ډېری هټۍ سوځېدلي، اولکونه مالي زیانونه یې اړولي.


















