(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۸)
د اخوان المسلمين ګوند له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې د مصر پخوانی منتخب ولسمشر محمد مرسي په خپل طبيعي مرګ نه دی مړ شوی بلکې په قصدي ډول وژل شوی دی.
اعلاميه زياتوي، محمد مرسي په زندان کې له اووه کاله بند تيرولو وروسته د واکمن نظام له لوري وژل شوی او له مصريانو يې غوښتي چې په هر هيواد کې وي، د هغه د وژنې په اعتراض کې دې د هغه هيوادونو د سفارتونو مخې ته لاريونونه وکړي.
د مصر امنيتي سرچينې او یوه قاضي رسنيو ته ويلي، چې محمد مرسي د محکمې د غونډې پر مهال شل دقيقې خبرې وکړې، بيا بې هوشه شو چې روغتون ته ورسول شو ساه يې ورکړه.
خو ځينې نور راپورونه ښيي چې نوموړی په محکمه کې بې سده شوی او همالته يې ساه ورکړې ده.
نوموړی د څيړنو لپاره روغتون ته لېږدول شوی ، د هغه د مړينې وروستۍ نتيجه رسنيو سره نه ده شريکه شوې خو د مصر حکومت ويلي چې نوموړی د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
د محمد مُرسي زوی عبدالله مرسي ويلي، چې پلار يې د زړه او شکرې ناروغي لرله خو حکومت يې درملنه نه کوله او له هر ډول انساني حقونو محروم ساتل شوی و.
د مصر یو خبريال معتز مطر او ځينې کارپوهان وايي، چې محمد مرسي په قصدي ډول وژل شوی او په خوړو کې ورته زهر ورکړل شوي و.
مصري رسنۍ وايي، لويې څارنوالۍ د مرسي کورنۍ ته د هغه د جسد سپارلو پريکړه کړې خو استخبارات غواړي چې جسد يې د پلازمينې قاهرې په شمال نصر سيمې په یوه عادي هديره کې چيرته چې له مخکې امنيتي ترتيبات نيول شوي، یوازې د دواړو زامنو په موجوديت کې خاورو ته وسپاري.
محمد مُرسي د مصر لومړنی منتخب ولسمشر و چې په ۲۰۱۲ميلادي کال کې د انتخاباتو له لارې واک ته ورسيد خو په ۲۰۱۳ کال کې د پوځ په مرسته چې امريکا يې تر شاه ملاتړ درلود له واکه ليرې او زندان ته ولېږل شو، چې له هغې راهيسې څو ځلې محاکمې ته وړاندې شوی دی.


















