(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۸)
د روزګان ولايت امنيتي مسؤولین وايي، په دغه ولايت کې يې یو شمير هغه پخواني چارواکي نيولي چې په غلاوو، وژنو او د نشه يي توکو په کاروبار کې يې لاس درلود.
د روزګان امنيه قوماندان محمد خطاب خنجري وايي، په نيول شويو کې د دغه ولايت لپاره پخوانی د امنيت امر نورزی، د شهرا کنډک پخوانی قوماندان غلام دستګير الماس، د درېيمې حوزې امر نور محمد او د پوستو یو شمیر قومندانان شامل دی.
د خنجري په وينا، د شهرا د کنډک د قوماندان له کوره یونيم کانتټينر سپکې او درنې وسلې چې شمير سلګونه ته رسيږي، د نورزي له کوره د هغه شپاړلس وسله وال او په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې او دولتي وسایط ترلاسه شوي دي.
دغه راز نوموړی زياتوي، د برېښنا د شرکت د رييس سميع شرافت له کوره هم لسګونه ميله وسلې نيول شوي او شراف لا نه دی نيول شوی.
خطاب خنجري وويل، نيول شوي کسان، د خلکو په تښتوونو، غلاوو او د نشه توکو په کاروبار کې لاس لري.
په عين حال کې په دغه ولايت کې لسګونه کسانو د یادو نيول شويو کسانو د نيول کېدو په اعتراض لاريون کړی وايي، چې نيول شوي کسان بې ګناه دي او که ژر تر ژره خوشې نه شي دوی به خپل لاريون لا پراخ کړي.
خو امنيه قومندان خنجري وايي، چې ډیری نور کسان هم د نيول کېدو په ليست کې شامل دي چې د دولت وسایط او وسلې کاروي او په ناقانونه کړنو کې لاس لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تیر کال هم د هيواد په شمال کې ځينې نا مسؤوله وسله وال قوماندانان ونيول شول خو د زندان پر ځای د کابل په هوټلونو کې وساتل شول او تر جوړجاړي وروسته بيرته خپلو فعاليتونو ته ستانه شول.


















