(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۸)
له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼه (د هېواد برخليک د نړيوالو قاتلانو او مجرمينو په لاس کې) تر عنوان لاندې سرمقاله خپره کړې.
ويسا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د بهرنيو ځواکونو له خوا بمباريو او شپنيو چاپو ته په اشاره ليکي، چې هره ورځ پکې په لسګونو افغانان وژني، لسګونه نيسي زندان ته يې اچوي زياتوي دا د روان وحشت یو اړخ دی چې په اصطلاح د حکومت د نړيوالو دوستانو له خوا ترسره کيږي.
سرمقاله کې راغلي، چې د دغه وحشت بل اړخ بيا په ملکي برخه کې دی چې په وينا يې له تيرو اتلس کلونو راهيسې هغه بهرنيان چې د خدمت په نوم ګمارل شوي ډیری يې جنګي مجرمين، په فساد کې ښکېل او د اختلاف او تجزيې ماهرين دي.
د ويسا په وينا، له پیتر ګالبرایت نیولې، تر هالبروک، کای ایده او فلپ موریان پورې یا د یوګو سلاویا د تجزیې ماهرین دي او یا د بوسنیا د مظلومو مسلمانانو قاتلان.
سرمقاله کې راغلي، چې له پيله د امريکا موخه په افغانستان کې نظام جوړول نه و په وينا يې نړيوالو دوستانو!! د افغانستان د کمزوري کولو، په بحران کې د ستالو پلان درلود، ځکه حکومت شړېدلی، له ارګه تر کوچنيو ادارو فساد خور دی، افغان اولس له ستر ناورين سره مخ دی چې لوی لامل يې همدا کیدلی شي چې (د نړیوالو دوستانو په نامه مجرمین او قاتلان زموږ پر برخلیک مسلط دي).
ويسا ليکي، مخکې به د نړيوالې ټولنې د نارواه کړنو پر خلاف وخت ناوخت له ارګه د مخالفت غږ پورته کېده خو په تأسف سره چې اوس نړيوالو دوستانو! ارګ وال عاق کړي خو بیا هم د هغوی پر وحشتونو په دې تمه چوپ دي چې بېرته به يې په سر لاس ورتير کړي.
ويسا په داسې حال کې د بهرنيو ځواکونو شپنيو چاپو، بمباريو په اړه سرمقاله خپروي چې په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په زياتېدونکو عملیاتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله تر بل هر وخته زياته شوې خو حکومت او مسؤول اړخونه يې پر وړاندې چوپه خوله دي.


















