(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۸)
د راپورونو له مخې، په کاناډا کې د رويال بانک له لوري د افغانستان د سفارت رسمي بانکي اکانټ د مالي فساد او پيسو سپينولو له کبله تړل شوی دی.
ویل کيږي، دغه سفارت چې دا مهال سفير نه لري، خو چارې يې د سفارت د لومړي سکرتر عبدالجبار رحيمي له خوا اداره کېږي او اکاونټ د جون په پنځمه د مالي فساد له امله بند شوی دی.
باوري سرچينې وايي، د سفارت سکرتر رحيمي او دوهم سکرتر تواب علمي او د احمد سير په نوم د سفارت یوه کارکوونکي د سفارت په رسمي اکانټ له افغانستان څخه زياتې شخصي پيسې کاناډا ته د کورونو د رانيولو لپاره استولي دي چې همدا کار د دې لامل شوی څو د سفارت رسمي اکاونټ وتړل شي.
د سرچينې په وينا، د یادو کسانو له خوا د سفارت په میاشتنيو مصارفو لکه د موټرونو تېل، د ډیپلوماتانو د کورونو په مصارفو او د سفارت په ترمیماتي چارو کې خورا زیات فساد موجود دی.
پر دې سربيره د کونسلګرۍ په برخه کې هم پراخ فساد شتون لري چې د باوري سرچينو د راپورونو له مخې، د یوه غیر قانوني ډرایونکي لایسنس په بدل کې ۳۰۰ ډالره او بې له تذکرې، د یوه پاسپورټ د جوړولو په بدل کې ۵۰۰ ډالره رشوت اخيستل کېږي.
ويل کېږي، یاد سفارت له زياتې مودې راهيسې د جمعيت ګوند په ولکه کې دی او د سفير له تللو وروسته یو شمير پښتانه له خپلو دندو په ناقانونه توګه شړل شوي او ډيری نور د سفارت کارکوونکي چې له دندو ګوښه شي بيرته خپل هېواد ته نه راستانه کېږي.


















