کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
ناټو دافغان اتلس کلنې جګړې دپای خبر ورکړ.
په داسې حال کې چې خلیلزاد او طالبانو د سولې خبرو کې د پرمختګونو خبره کړې ده، په کابل کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وایي، تر بل هر وخت ډېر اوس دې ته شرایط برابر شوي دي چې جګړې ختمې او په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي، دا هغه وخت دی چې نور باید جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي ځکه طالبانو هم دې مسئلې ته شین څراغ ورکړی دی او د دې شخړې پر سوله ییز حل باورمند شوي دي.
نيکولاس کې زیاته کړې، د امریکا او طالبانو د خبرو تېرو پړاونو ته په کتو دا تمه شته چې بلاخره به دا جګړه ختمېږي او خبرې به مثبتې پایلې ورکوي.
دامريکا ځانګړی استازي دامهال کابل کې دی، اوډېر ژربه قطر ولاړ شي؛ ترڅو طالب مذاکراتي ټيم سره اووم پړاو ناسته وکړي.
تېرو پړاوو ته په کتو داځل له يو شمېر توافقاتو هم خبر ورکړل شوی.


















