کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
ملګري ملتونو په افغانستان کې دموټربم او واسکټ بم بريدونو له کموالي خبر ورکړی.
ملګري ملتونه وایي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې په نښتو او موټربم بریدونو کې کموالی راغلی دی.
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې چې نن به ددغه سازمان امنیت شورا ته وړاندې شي، ویلي په افغانستان کې په امنیتي پېښو او موټربم بریدونو کې کموالی راغلی دی.
ددغه سازمان مشر انتونیو ګوتریش وايي د روان کال د فبرورۍ میاشتې له اتمې بیا د مې تر نهمې په افغانستان کې ۵۲۴۹ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه کموالی ښيي.
همدا راز په راپور کې ویل شوي چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله په ځانمرګو بریدونو کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.
تر ډېره نښتې او نا امنۍ د هېواد په جنوبي، ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې شوې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن ناوخته دغه راپور تر لاسه کړي او د یادې شورا په غونډه کې به په افغانستان کې پر روانو جګړو، نا امنیو، بشري حقونو، بې ځایه شوو، سولې او نورو مواردو خبرې وکړي.
کارپوهان بيا وايي چې وسلوالو دجګړې اړخ ته تغير ورکړی، او اوس د پرمختلليو وسلو پرمټ ډیرهغه څه ترلاسه کولی شي چې دموټربم په توسط يې نشي لاسته راوړلای.


















