خليلزاد: طالبانو سره د مذاکراتو اووم پړاو د جون په ۲۹ پيلوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۲)
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، طالبانو سره به اوو پړاو مذاکرات د روانې جون مياشتې په ۲۹ نيټه پيلوي.
خليلزاد په خپل تازه ټويټ کې د نوي پړاو مذاکراتود پيليدو خبر ورکړی زياتوي قطر او افغانستان ته يې سفرونه کړي او په دې باوري دی چې ټولې خواوې د سولې په برخه کې د چټک پرمختګ غوښتونکي دي.
تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي و چې امریکا په خپلو تيرو خبرو کې ورسره منلې چې له افغانستانه به ټول پوځيان اوباسي او بيا ځلې به د هيواد په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي.
خو خليلزاد بيا په خپلو څرګندونو کې وايي، چې طالبانو سره خبرې يې څلور برخې لري چې د بهرنيو ځواکونو وتل، دا ضمانت چې نورو هيوادونو ته به له افغانستانه خطر نه جوړيږي، بين الأفغاني خبرې او د ترهګرۍ مخنوی پکې شامل دي.
په عين حال کې سياسي شنونکی وحید مژده وايي، خليلزاد په دوحه کې دی او هلته يې د نوي پړاو تر رسمي خبرو مخکې طالبانو سره مقدماتي بحثونه کړي دي.
د مژده په وينا، په نوي پړاو خبرو کې به د طالبانو ډير ټينګار د بهرنيانو د وتلو په اړه یو توافق ته رسېدل وي په خبره يې طالبان په دې باور دي تر څو چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، د کابل حکومت سره خبرې نه کوي.
دغه راز د سياسي چارو یو بل شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي، د امريکايي چارواکو له څرګندونو ښکاري چې دوی په یو ډول نه یو ډول په افغانستان کې خپل حضور غواړي خو طالبان يې مخالفت کوي.



