کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲چنګاش، ۱۳۹۸)
نن سهار وختي په غزني کې د سلطان محمود غزنوي په زیارت کې چاودنه شوې خو زیارت ته یې کوم زیان نه دی اړولی.
د غزني د والي ویاند عارف نوري هم پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې ماین په هغه چا ورچاودلی چا چې په زیارت کې د ماین ایښودلو هڅه کوله.
نوموړي له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي: “سهار وختي دوو کسانو غوښتل چې د سلطان محمود غزني په زیارت کې ماینونه ځای پر ځای کړي، خو یو ماین چې د باندې یې ځای پر ځای کړی و او غوښتل چې دا بل زیارت ته د دننه انتقال کړي چاودنه یې ورباندې کړې ده چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او بو بل ټپي دی چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، هغه بل ماین د امنیتي ځواکونو له لوري کشف انتقال او چاودنه ورکړل شوې ده”
د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او دوهم کس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د زیارت په دروازه کې خښ شوی ماین د امنیتي ځواکونو لخوا راایستل شوی او انفجار ورکړل شوی دی.
تر اوسه د دې پیښې مسؤلیت چا نه دی منلی خو ورته بریدونه هر وخت د داعش فتنه ګرې ډلې لخوا ترسره کیږي.


















