طالبانو هم له امریکایانو سره د اووم پړاو خبرو د پیل نیټه اعلان کړه

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲چنګاش، ۱۳۹۸)

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په قطر کې د امریکایانو سره د اووم پړاو خبرو د پیل نیټه اعلان کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۲۹ مه نیټه به له امریکایانو سره خبرې پیل شي.

مجاهد په خپل ټویټر وروسته له هغه دا وضاحتي ټویټ لیکلی چې تیره شپه د امریکا د مرکچي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد هم په خپل ټویټر د خبرو د پیل نیټه همدا ورځ اعلان کړې وه.

خلیلزاد زیاته کړې وه، خپلو سفرونو دې نتیجې رسولی چې ټول اړخونه چټک پرمختګ غواړي.

د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې په داسې حال کې پیلیږي چې تازه طالبانو چین او ایران ته سیاسي سفرونه کړي دي.

طالبانو ویلي چې چین ته د دوی سفر خورا مهم او ارزښتناک وو.

ویل کیږي اووم راونډ خبرې به مهمې وي او دواړه خواوې به په یوه ګډه هوکړه موافقه اعلانوي.

مربوطه مطالب

Back to top button