کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲چنګاش، ۱۳۹۸)
د ایران ولسمشر حسن روحاني امریکا د دیکتاتور خطاب کړی او وایي، د اکثره نړیوالو ستونزو تر شا د امریکا لاس دی.
حسن روحاني د امریکا لخوا پر ایران د برید په اړه وویل چې ایران په هېڅ کوم هیواد د تیري او برید پلان نه لري خو په ټکو یې، که امریکا خپلو سرغړونو ته دوام ورکړ نو غاښ ماتونکی ځواب به وویني.
روحاني ویلي چې امریکا خپله نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي او بیا یې پړه په بل چا وراړوي چې په وینا یې تهران ته دا کار د زغملو نه دی.
حسن روحاني دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې ډونالډ ټرمپ په ایران له برید کولو لس دقیقې مخکې په شا شوی وو او اوس هم د برید ګواښونه کوي.


















