يو شخص چا په ورا کې نه پرېښوده؛ خو ويل يې چې زه له ناوې سره ځم!!

غورځنګ
زمونږ په هېواد کې ځينې وګړي چې ځانونه ډيموکراسۍ ته پوره وفادار بولي او په ورته وخت کې ځانونه د روسانو ماتوونکي هم بولي او ورسره هممهال ځانونه له روسانو څخه د ازادۍ ګټونکي هم بولي، تېره ورځ پاکستان ته د دوی په بلنه او شخصي مېلمستيا راغلي دي، او تر ټولو مهمه دا چې ځانونه افغان سياسيون هم نوموي.
دغه خلکو له جملې څخه يې ځينې په افغانستان کې ښه تاريخ نه لري خو ځينې يې چې پخوا د روسانو پر وړاندې د افغانستان د جهاد رهبران وو، مګر د امريکايانو له راتګ او يا هم په راوروسته وخت کې امریکايانو ته تسليم شوي دي او د ملي وحد په حکومت ورګډ شوي دي په داسې حال کې چې له دې مخکې د روسانو پر وړاندې د جهاد د وخت ويډيوګانو کې به يې ويل چې که چېرته زه د امریکايانو په موجوديت کې په حکومت ورګډ شووم نو بيا به دا يم هغه به يم، او داسې به کووم او هغه به کووم، مګر د هماغو خبرو باوجود بيا هم راغلل او امریکايانو ته تسليم شول،
دا هر څه په ځای پرېږدو، راځو دې ته چې له څو ورځو راهيسې همدغه خلک يا سياسيون د پاکستان په بلنه راغلي دي او دلته بيا تر ټولو جالبه دا چې په غونډه کې هغه څه وايي چې د دوی په واک کې لا څه چې له دوی سره څوک پرې بحث هم نه کوي او نه يې څوک ورته د يادولو حق ورکوي.
د دوی له جملې څخه يو هم لطيف پدرام دی چې وخت نا وخته په رسنيو کې د کابل د ادارې په پارلمان کې ادعا کوي، چې نه افغان يم، نه هم افغانستان پېژنم او نه هم افغانيت منم. نو چې له دې هر څه تېر يې او هېڅ هم نه منې، نو ولې يې د يادولو هڅه کوې؟
دغه سياسيون چې پاکستان ته راغلي دي، په غونډه کې يې ويلي چې ګواکې د ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي سرحد دی، دا وينا دغه نا افغان شخص په داسې حال کې کړې ده چې په دغه غونډه کې د تېر جهاد رهبر او اوسنی سوله خوښی ګلبدين حکمتيار، استاد عطاء او نور همدغه ډول خلک ناست دي، چې په دغو خلکو کې یوه هم داسې نه دي ويلي چې دغه خبره غلطه او يا هم ناسمه ده.
خو هغه خلک چې مقابل لوری بلل کېږي او ورته ناست دي، او د دوی دغه خبره په رسنيو کې بدرګه کوي، په دې بايد پوه شي چې دغه خلک افغان ولس شړلي او رټلي دي او يو حقيقي او پوه افغان يې هم ملاتړ نه کوي، نو تاسو يې هم بايد په خبره باور ونه کړئ! او له دغو څخه خو يې بيا ځينې هغه خلک دي چې ځانونه افغانان هم نه بولي نو بیا يې تاسو څنګه په داسې خبرو باور کولی شئ؟!
په پښتو ژبه کې متل دی چې يو چا په ورا کې نه پرېښود، ده ويل چې له ناوې سره ځم! نو دغه خلک هم څوک افغانان نه شماري خو دوی بيا د ډېورنډ پر سر له خلکو سره معامله کوي.



