کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۲ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د سولې ترنامه لاندې کابل مېشتی ولسمشریزو ټاکنوته نوماند او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، واک ته د رسېدو غوره لار ټاکنې دي او طالبان باید په صریحو الفاظو پر ټاکنو خپل باور څرګند کړي.
حکمتیار دا څرګندونې په پاکستان کې د افغان سولې کنفرانس ته په وینا کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو هرکلی کوي خو طالبان باید په صریحو الفاظو ووایي چې پر ټاکنو او له دې لارې قدرت ته رسیدلو باندې باور لري.
نوموړي زیاته کړې، هغوی (طالبان) باید ددې ژمنه وکړي چې نورې لارې به نه ازمایي.
ګلبدین دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د جون په ٢٩ په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیلیدونکی دی.
ګلبدین حکمتیار وخت ناوخت په طالبانو یوشمېر نیوکې او دوی ته سپارښتنې کوي، خوطالبان بیا دنوموړي خلاف خپل سکوت نه ماتوي.
شنونکي وايي، حکمتیار دطالبانو دسکوت دماتولو هڅه کوي خوطالبان بیا ګلبدین دعکس العمل مستحق نه ګڼي، چې دا یوسترسیاسي ګوزار دی.
















