عاطف رشید
الحمدلله دا ډیر د شکر ځای دی چی د مېږي او فیل مقابله کې میږي یو ځل بیا وګټـلـه او فیل میږي ته په ګوڼډو شو چې اوس د حتمي هلاکت پر ځای د تېښتـې مناسبه لاره ځان ته ګوري.
راځم خپل مطلب ته، د مستعمریـنو یو عادت دی، کله هم چی دوی یو هیواد اشغال کړي، مخکې له مخکې هلته د خپل فکر اړوند خلک پیدا کوي او د نشتون په صورت کې له هرې ممکنې لارې تر پایه کوښښ کوي چې د خپل فکر مطابق افراد وروزي تر څو خپلو اهدافو ته په آسانۍ ورسیږي.
دوی پوهیږي چې دا وطن او دا خلک له دوی سره هیڅ اړخ نه لګوي، نو که نن او که سبا وي، دوی مجبور دي چې له دې ځایه وتښتي، نو ضرور ده چې دوی د ځان لپاره پشتباني او ځای ناستي ولري، تر څو که دوی نه وي، بیا هم په ډېرې آسانۍ خپلو اهدافو او مقاصدو ته ورسیږي.
امریکایان په افغانستان کې هم په همدغه سوچ او فکر روان دي، دوی د عراق په څېر هېوادونو کې دغه ډول سوچونه او فکرونه تجربه کړي هم دي، ډېری یې په افغانستان کې هم و ازمویل خو لله الحمد له ناکامۍ سره مخ شول.
دوی لا هم ستړي شوي نه دي، لا هم په ډېره ځیرکتیا خپل سوچونه پلي او عملي کوي.
موږ ولیدل چې زموږ په وطن په کومو کومو نومونو ډلې ټپلې پیدا او څه څه یې وکړل، د ملي اردو له جوړونې تر اربکیانو، ضربتیانو، صفر یک، صفر دو او حتی تر داعش پورې صرف په نظامي او عسکري اړخ کې دومره خلک پیدا شول او په نظري، فکري اړخ کې خو یې پوښتنه مه کوه!
غربیان دغه ډول خلک تمویل او تجهیزوي،او خپل دښمن د همدوی په مټ ټکوي، کله چی بیا له کاره وځي او دوی ورنه کومه ګټـه نه شي اخیستلای، دوی چې په کوم هدف منځ ته راوړل شوي، هغه له دوی نه شي تر لاسه کولای، همداسې یې په راڼه میدان پرېږدي او په خپله مخه ورنه ځي.
دا خبره په پوره ډاډ سره کوم کله هم چې امریکایان پوه شول چی طالباني ځواکونو داعشي فتنه په کامله توګه له منځـه وړې، هماغه ورځ د امریکایانو د وتلو او تېښتې ورځ ده.
دوی پوهیږي چې له خارجیانو نیولې تر اربکیانو بیا تر ضربتیانو، صفر یک، صفر دو، طالب ته یوازېنی درد سر د داعش په نوم وحشي ډله ده.
کله چی دوی هم له ناکامۍ سره مخ کیږي، امریکایان هم پوهیږي چی دغه آخری حربه مو هم له کاره ولوېده، پکار ده چې د تېښتې مناسبه لاره ځان ته وګورم او له دې مصیبت نه ځان خلاص کړم.

















