(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳)
طالبانو په افغانستان کې رسنيو ته خبرداری ورکړی چې د تجارتي اعلانونو په نوم دې د دوی او په افغانستان کې د روان جهاد پرضد له تبليغاتو لاس واخلي.
د طالب وياند قاري یوسف احمدي په رسمي ټويټرپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو اعلانونو کې په طالبانو پسې بد رد ويل کيږي، خلک يې پر وړاندې راپارول کېږي او د کابل د امنيتي ادارو ځانګړې شمېرې نشريږي چې په روان جهاد کې له یادو رسنيو استخباراتي ګټه اخيستل کيږي او د طالبانو په وينا دښمن ته د جاسوسۍ فعاليت ترسره کوي.
دغه اعلاميه چې د طالبانو د نظامي کمېسيون له ادرسه خپره شوې په هېواد کې ټولو هغو تلویزیونونو، رادیوګانو او نورو نشراتي ادارو ته په جدي ډول خبرداری ورکړی (څو له خپل دغه دښمنانه عمل څخه هرڅه ژر لاس په سر شي).
په اعلاميه کې راغلي که یادې رسنۍ د ورته ډول تجارتي اعلانونو ته دوام ورکړي دوی به يې د نظامي هدف په توګه تر بريدونو لاندې ونیسي زياتوي: (که چیرې د یوې اونۍ په دننه کې ټولې محلي او غیر محلي اف ام اونورې رادیوګانې، تلویزیونونه او باقي رسنۍ له خپل دغه راز ناوړه عمل څخه لاس وانخلي، بیابه د اسلامي امارت مجاهدین دغه ادارې د رسنیو په حیث نه؛ بلکې د دښمن د استخباراتي ځالو په حيث پيژني او د مجاهدینو لخوا به په مرکز او ولایاتو، ښارونو او اطرافو کې د نظامي هدف په توګه تر برید لاندې ونیول شي، هغه مهال به د دغه راز په اصطلاح رسنیو مراکز، خبریالان، کارکونکي او پرسونل هيڅ یو هم مصئونیت ونه لري).
په افغانسان کې سلګونه رسنۍ، راډيوګانې او تلويزيونونه فعاليت کوي چې ډيری يې د ځانګړو بهرنيو کړيو له خوا اداره کېږي او په زياتو راډيوګانو کې د اصلاحي پروګرامونو پر ځای د افغان کلتور او اسلامي ټولنې خلاف خپرونې نشريږي.

















