حوثيانو پر سعودي بريد کړی، ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۳)

د سعودي په مشرۍ د اييلاف ځواکونو وياند ويلي، چې حوثيانو د ابها په هوايي ډګر برید کړی او ۸ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سعودي الانباء خبري اژانس د اييتلاف د وياند له قوله دغه خبر ورکړی زیاتوي برید نن سهار د بې پيلوټه الوتکې له خوا ترسره شوی دی.

نوموړي ويلي، دغه بريدونه په جازان او ابها هوايي ډګرونو ترسره شوي دي.

له تيرو څو کلونو راهيسې د سعودي په مشرۍ اييتلافي ځواکونه په یمن کې د حوثيانو پرضد عمليات پيل کړي خو وخت ناوخت حوثيان هم د سعودي ځينې پوځي او ملکي ادارې د خپلو بریدونو هدف ګرځوي.

امريکا او سعودي پر حوثيانو تور پورې کوي چې ایران وسلې کوي او د هغه هيواد په ملاتړ د سعودي اييتلاف سره جګړه پرمخ وړي.

مربوطه مطالب

Back to top button