ملک قیس نورآغا دولسي جرګې مؤقت ریس وټاکل شو، سبا دنوي رئیس دټاکلولپاره بیاټاکنې کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې
د ولسي جرګې غړو نن د رايو په اکثريت ددغه رايې سرنوشت معلوم کړ .

دولسي جرګې له ۲۲۹ حاضرو وکيلانو څخه ۱۲۰وکيلانو دغه رايې ته د باطلې رايې په توګه مثبتې رايې ورکړې او په دې توګه مير رحمان رحماني د ولسي جرګې رييس نه دی، او له سره به ټاکنې کيږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د جرګې تر ټولو مشر غړی ،ملک قيس نور اغا ملکزی ،د ولسي جرګې د نوي موقت رييس په توګه وټاکل شو.

ټاکل شوې چې سبا د نوي رييس د ټاکلو لپاره له سره ټاکنې وشي.

یاده دې وي چې دولسي جرګې دریاست پر سره له ډېرې مودې راهیسې کشمکش روان دی چې حکومت هم ددې کړکېچ په هواري ندی بریالی شوی، داهم مالومه نده چې رامنځته شوی کړکېچ به سبا دتاکنو له لارې هوار او که لا پسې شدت پیداکي.

مربوطه مطالب

Back to top button