ننګرهار: جلال آباد کې دپاکستان وېزې اخیستلو پرمهال یو سپین ږیري ساه ورکړې

کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د ننګرهار به جلال آباد کې دوېزې اخیستنې پرمهال یو سپین ږيري ساه ورکړې.
ددې ولایت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم داپیښه تاید کړې.
خوګیاڼی وايي، دغه سپين ږيري نن جلال اباد کې د پاکستان د ويزې اخيستلو پر مهال د ګڼې ګوڼې او ګرمۍ له امله ساه ورکړې ده.
وخت ناوخت یوشمېر ولسي خلک ددولتي چارواکو له بد چلنده شکایت کوي، چې دولت ورته اسانتیاوې نه برابروي، اونه هم ددوی کارونه په صادقانه توګه ترسره کوي
د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې مخکې هم هلته يو سپين ږيري د ويزې اخیستنې پر مهال ساه ورکړې وه.



