کابل ټکی کام (دوشنبه ، ۳ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان نن بنګله دېش سره لوبه کوي، او غواړي چې لږ تر لږه یوه لوبه وګټي.
خو بل لور ته بنګله دېش لا هم سیمي فاینل ته د رسېدو چانس لري.
دکرکټ نړیوال جام په سیالیو کې افغانستان نن (چنګاښ ۳) خپله اوومه لوبه له بنګله دیش سره کوي.
پچه افغانستان وګټله او بنګله دیش ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې له دې وړاندې خپلې شپږ لوبې بایللې دي، خو په تېرو دوو لوبو کې افغانستان د انګلنډ او هند پروړاندې بهتره لوبه کړې ده.
په افغان لوبډله کې نن دوه بدلونونه راغلي دي. د حضرت الله ځاځي پر ځای سمیع الله شینواری او د افتاب عالم پر ځای دولت ځدراڼ په لوبډله کې اخیستل شوي.
دا د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د سمیع الله شینواري لومړۍ لوبه ده.
د بنګله دېش لپاره لیټن داس او تمیم اقبال چټکه لوبه پیل کړه.
خو لیتن داس په پنځم اوور کې د مجیب په توپ په ۱۶ منډو وسوځېد.
خو له ده وروسته تمیم اقبال او شکېب حسن پر وېکټه ودرېدل او د پنځوس منډو ملګرتیا یې وکړه.















