ایران؛ په تهران کې دامریکا سفارت د تل لپاره وتاړه

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۴ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

ایراني رسنیو خبرورکړی چې دې هېواد په خپله پلازمینه تهران کې دامریکا سفات د ابد لپاره وتاړه.

ایراني چارواکو ويلي چې په تهران کې د امریکا د سفارت تړل موقتي نه بلکه موبدي دي.

ایران دا اقدام وروسته تر هغه کوي چې امریکا د ایراني مشرانو پر سفرونو بندیزونه ولګول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی د امریکا د دې اقدام په غبرګون کې د تل لپاره له یاد هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکې شلوي.

دا دواړه هېوادونه وروسته ترهغه دسفارتي تعلقاتو قطعې ته ورسېدل چې ایران وویل خپله خاوره کې یې د امریکایي پوځ یوه ډرون الوتکه رانسکوره کړې ده خو امریکا بیا وویل دا قیمتي الوتکه د هرمز تنګي د نړیوالو اوبو له پاسه د ایران لخوا په نښه شوې ده او دوی به دا کار بې ځوابه پرېنږدي.

ایران اوامریکا وروسته ترهغه دې ترینګلتیا ته ورسېدل چې امریکا په دې هېواد یوشمېر بندیزونه ولګول او دایران سپاه پاسداران پوځ یې دملګرو ملتونو دبندیزونو په تور لېست کې داخل کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button