ولسي جرګه کې ننۍ رایې هم بې نتیجې شوې، نور نوي نوماندان به کاندیدیږي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۴چنګاش، ۱۳۹۸)

نن په ولسي جرګه کې د دوهم ځل لپاره د درې تنو نویو نوماندانو لپاره د رایې اچونې بهیر پیل شوی وو چې بیا هم بې نتیجې پای ته ورسید.

په ننۍ نوماندانو کې چې میر افعان ساپي، احمد جاوید جیحون او عبدالشکور واقف حکیمي وو، یو هم ونه توانید چې پنځوس یو جمه رایه ترلاسه کړي او د ولسي چرګې د ریاست څوکۍ ترلاسه کړي.

د ننیو نوماندانو لپاره د رایې اچونې په لومړي پړاو کې میر افغاني ۷۷، جیحون ۷۳ او واقف حکیمي ۳۵ رایې ترلاسه کړې چې ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې او د ساپي او جیحون ترمنځ دوهم ځل ټاکنې ترسره شوې.

په دوهم پړاو رایه اچونه کې هم دواړه نوماندان ونه توانیدل چې د ریاست د څوکۍ لپاره ټاکلې رایې ترلاسه کړي چې په دې سره به راتلونکي پړاو ته نور نوي کسان ځانونه نوماندوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پر سر د وکیلانو ترمنځ ناندرۍ او جګړې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button