جوزجان: د قومندان په شمول ۶ اربکي پولیس خپل ملګري وژلي

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۴چنګاش، ۱۳۹۸)

د جوزجان په قوش تېپه ولسوالۍ کې یوه اربکي پولیس د قومندان په ګډون خپل ۶ تنه ملګري وژلي دي.

د جوزجان امنیه قومندان عبدالواحد پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې برید کونکی طالبانو ته ورغلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د دوی یو تن نفوذي بریدګر د یاسین قومندان په شمول ۶ اربکي پولیس وژلي او دوه نور ژوبل شوي دي.

طالب ویاند همدا راز ادعا کړې چې له پوستې څخه مهمات هم د دوی ملګرو ته راوړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ډیری وخت د طالبانو نفوذي بریدګر ورته بریدونه کوي او زیات شمیر پولیسو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي.

دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو یو نفوذي بریدګر د کندوز د امنیه قومندانۍ د یو ټولي قومندان عبدالوهاب وواژه او بریدګر له طالبانو سره یوځای شو.

مربوطه مطالب

Back to top button