کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۵چنګاش، ۱۳۹۸)
د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د ګټلو لپاره درېیم ځل نوي کسان نوماندان دي او د رایې اچونې بهیر شروع دی.
یوه میاشت کیږي چې د ولسي جرګې د ریاست پر سر جنجالونه او شخړې وې چې تیره ورځ پای ته ورسیدل خو لا هم د جرګې رئیس نه دی مالوم شوی.
تیره ورځ چې د دریو نویو کسانو ترمنځ سیالي وه او هغه هم دوهم پړاو ته ولاړه خو بیا هم چا پنځوس جمه یو رایه ترلاسه نکړې او پایلې بې نتیجې اعلان شوې.
نن بیا د درېیم ځل لپاره څلور نوي کسان د جرګې د ریاست لپاره نوماندان دي.
ننۍ سیالي د صدیق احمد عثماني، خان محمد وردګ، خان اغا رضایي او عبدالستار حسیني ترمنځ ده.
د ټاکنو پایلې به په څو ساعتونو کې اعلان شي.
















