پاکستان: بلوچستان کې د پوليسو پر روزنيز مرکز برید شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۵)

د پاکستان د بلوچستان ایالت د سيمه ييزو امنيتي مسؤولينو ويلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ د دغه ایالت په لورلای سيمه کې د پوليسو پر رونیز مرکز وسله وال بريد شوی دی.

د پوليسو یو تن سيمه ییز مشر عبدالرحمن لوڼي رسنيو ته ويلي، لومړی یو تن چې په ځان پورې يې چاوديدونکي توکي تړلي و د پوځي مرکز په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې او دوه تنه نورو بيا د مرکز په داخل کې په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي چولي دي.

د پولیسو یو بل مشر جواد طارق د يوه پوليس افسر د وژل کيدو او یو بل د ټپي کیدو پخلی کړی په وينا يې په یاده پيښه کې پنځه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د پاکستان جیو نيوز تلويزيون د پوليسو له قوله ليکي، چې بريد کوونکو له ځان سره وسلې هم لرلې او په متقابلو ډزو کې بريد کوونکي وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په نني بريد کې یو پوليس افسر وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د تحريک طالبان پاکستان ډلې د نني بريد مسؤوليت منلی خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

وخت ناوخت پاکستاني طالبان د هغه هيواد پر پوځي تأسيساتو او نظامي منسوبينو بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button