آيا رښتيا هم هيڅ افغان له بل نه کم نه دی؟؟؟

څارنوال حشمت عبيدي
له څه د پاسه يوې پيړۍ راهيسې افغانانو او پاکستانيانو او په ځانګړې توګه پښتنو د طورخم له لارې له پاسپورت او وېزې پرته آزادانه تګ او راتګ کاوه او دا لړۍ د زر کلن (اشرف غني) د واک ته رسيدا تر مهاله روانه وه.
خو له کومې ورځې چې دا زر کلن قدرت ته رسيدلی دی نو د افغانان او افغانستان په سر يې هم غربيانو او هم له گاونډيانو سره سودا پيل کړې ده چې هيوادوال يې له بوږنوونکي حالت سره مخ کړي دي.
د شنونکو په اند پاکستان ته يې د پردې تر شا دا مشوره ورکړې چې د ډيورنډ کرښه په پټه منم او لاسليک کوم خو د ملت له خبرولو بايد ډډه وشي ځکه چې بيا يې د پاڅون امکان دی او په څنګ کې يې دا هم منلې چې بايد د ډيورنډ په پوله اغزن تار وغزول شي او د دې نيم لګښت يې هم په غاړه اخيستی او دا محضې ادعا نده بلکې په دې اړه د زاخيلوال او حنيف اتمر په ډانګ پييلی اعتراف يې ښه ثبوت دی حنيف اتمر دا هم ويلي چې د دې کار لاسليک يې هم پر همده باندې کړی دی.
له بله پلوه زر کلن د دې لپاره چې ملت تيرباسي او اغفال يې کړي په ظاهره د پاکستان خلاف وخت نا وخت منفي څرګندونې هم کوي خو شنونکي وايي چې دا د اشرف غني ابتکار و چې پاکستان ته يې ورکړی څو د پاسپورتونو او ويزو سيستم په داسې سخت چلند سره پيل کړي چې افغانان مجبور شي څو خپل هيواد ته ستانه شي او دلته يې خپلو بادارنو ته ور په ګوته کړي چې دا هغه خلک دي چې د اسلامي نظام د راوستلو لپاره که هېڅ راز سرښندنې نه ډډه نه کوي او بايد د تورو شپو په چاپو کې له اولادونو او ښځينه په شمول په داسې ډول ووژل شي چې نسل يې ختم شي.
نو ځکه نن ځوريدلی ملت د حال په ژبه وايي چې که رښتيا هم هېڅ افغان له بل نه کم نه وي نو نن دې اشرف غني هم د نورو افغانانو په څېر پاکستان د هوا له لاره نه بلکې د طورخم له لارې سفر وکړي څو په رڼا ورځ په آسمان کې ستوري وګوري.



