د ولسي جرګې د ریاست پر سر جنجال؛ ټاکنې څلورم پړاو ته وغځيدې

راپورتاژ: عبدالرحمن
د ولسي جرګې د ریاست چوکۍ پر سر له اوږدو ناندریو وروسته د تيرې دوشنبې په ورځ د یوې جنجالي رايې پر سر ټاکنې وشوې خو بيا هم مير رحمان رحماني د يادې جرګې د رياست چوکۍ ونه ګټله.
د غويي پر ۲۸ چې شاوخوا دوه مياشتې تيريږي د ولسي جرګې د رياست پر سر د کمال ناصر اصولي او مير رحمن رحماني تر منځ سيالي ترسره شوه چې پکې اصولي ۵۵ او رحماني ۱۲۳ رايې ترلاسه کړې.
د ولسي جرګې د اصولو له مخې رياست ته بریالی کانديد بايد ۱۲۴ رايو باندې ګټونکی اعلان شي خو هغه مهال د جرګې مؤقت مشر دهقان پور رحماني د يوې کمې رايې په اخيستلو ګټونکی اعلان کړ چې د اصولي او رحماني تر منځ له همغې وخته د مشرۍ پر سر لانجه روانه وه.
د دواړو غاړو د پلويانو له خوا څو ځلې فزيکي شخړې هم رامنځته شوې چې ځينې وکيلان او د پارلمان ساتونکي پکې ټپيان شول.
د چنګاښ مياشتې په درېيمه د تيرې دوشنبې په ورځ د یوې جنجالي رايي پر سر رايه ورکونه ترسره شوه چې رحماني ونه توانيد رياست ته لاره پيدا کړه.
په ياده رايه ورکونه کې ۹۰ کسانو مخکينۍ جنجالي رايه تاييد او ۱۲۰ کسانو رد کړه چې پريکړه وشوه بايد ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي.
د ننګرهار ولايت استازی ملک قيس نور اغا ملکزی د پارلمان مؤقت رئیس وټاکل شو او د سې شنبې په ورځ د عبدالشکور واقف حکيمي، جاويد جیحون او مير افغان صافي تر منځ سيالي ترسره شوه.
په دوهم دور ټاکنو کې حکيمې ۳۵، جاويد جيحون ۷۳ او مير اقاصافي ۷۷ د تاييد رايې ترلاسه کړې چې هيڅ کانديد ۵۰+۱ رايې ونه ګټلې او ټاکنې درېيم پړاو ته لاړې.
په درېيم پړاو ټاکنو کې څلورو وکيلانو (خان اغا رضايي، خان محمد وردګ، صديق احمد عثماني او عبدالستار حسيني) ځانونه کانديد کړل خو یوه هم ۵۰+۱ رايې ترلاسه نه کړې.
په دغه ټاکنو کې خان محمد وردګ ۱۰۵ او رضايي ۸۴ رايې وګټلې.
دا چې په درېيم پړاو ټاکنو کې هم جرګه د رئيس په ټاکلو کې پاتې راغله نو د جرګې د کورنيو دندو تګلارو پر بنسټ څلورم پړاو ټاکنې به د هغو دوو نوماندانو تر منځ کيږي چې په تيرو ټاکنو کې يې تر ټولو زياتې رايې وړې وي چې یو میر رحمان رحماني او بل خان محمد وردګ دی.
د جرګې غړي وايي، حکومت د ځينو وکیلانو تر شاه کار کوي او نه غواړي چې د جرګې د رئیس پر سر راپورته شوی جنجال حل شي.
څو ورځې مخکې د جرګې یوه غړي عرفان الله عرفان ويلي و چې له سلو زيات تقنيني سندونه د يادې جرګې د تصويب لپاره پر ميز پراته دي خو د اختلافاتو له امله نه دي تصويب شوي.
په ورته وخت کې وکيلان وايي، په جرګه کې د روان حالت له امله اولس ته خجالت دي زياتوي دا چې وکيلان په پارلمان کې کورنۍ ستونزې حل نه شي کړای نو د خلکو ستونزو ته به څه رسيدګي وکړای شي.
د يادونې ده، چې تير کال هم د ولسي جرګې د رئيس پر سر ټاکنو له یوې مياشتې زيات وخت ونيو چې بالاخره په څلورو پړاوونو کې هم د جرګې رئيس ونه ټاکل شو خو بيا مصلحت له مخې د عبدالرؤف ابراهيمي د يادې جرګې مشر شو.



