روسيه د امريکا او چين په ګډون د افغان سولې په تړاو بل کنفرانس جوړوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۶)
مسکو د افغانستان د روان وضعيت او سولې په تړاو د امريکا او چین په ګډون د کنفرانس جوړولو خبر ورکړی.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې په دغه کنفرانس کې به د روسيې، امريکا، چین سربيره د ایران او پاکستان ځانګړي استازي هم ګډون وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د روسيې د ټاس خبري اژانس ته کړي خو دا يې نه ده په ډاګه کړې چې یاد کنفرانس به کله او په کوم هيواد کې جوړيږي خو سرچينې وايي ښايي په راتلونکي جولای مياشت کې جوړ شي.
روسيې، چین او امريکا په تيره مئ مياشت کې هم د افغان سولې په تړاو غونډه ترسره کړه چې د یوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او په بین الأفغاني مذاکراتو موافه کړې وه.
امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو ته تياری ښودلی او تيره ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو کابل کې یوې خبري غونډې ته وويل، چې امريکا د ځواکونو ايستلو ته تياره ده او هڅه به وکړي چې تر ټاکنو مخکې د سولې یوې موافقې ته ورسيږي.
دا په داسې حال کې ده، په راتلونکو لنډو ورځو کې د امریکا او طالبانو اووم پړاو خبرې پيليدونکي دي او تمه ده چې په دغه خبرو کې امريکا له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو پر سر موافقه وکړي.



