ښايي دطالب او امریکايي ټیم اووم پړاو مذاکرات برخلیک ټاکونکي وي

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دناټو ملکي استازي راتلونکي پړاو مذاکراتو نه خوشبین دی، داپړاو یې مهم او له لاسته راوړنو ډک بللی.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو اووم پړاو حساس او مهم دی او ښایي یوه واضحه بایله ولري.
هغه ټینګار کړی، چې د مذاکراتو اصلي پړاو بین الافغاني خبرې دي او طالبانو ته په کار ده، چې ژر تر ژره د مذاکراتو دغه پړاو ته تیاری وښيي.
کې همدا راز ویلي چې ناټو په افغانستان کې د سولې له ټولو اقداماتو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیاره دي.
هغه د ناټو د حضور په اړه ویلي چې دوی تر دې دمه په دې اړه پرېکړه نه شي کولی، ځکه د ناټو ماموریت دا دی، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي، نو حالاتو ته په کتو د سرتېرو د حضور او وتلو په اړه پرېکړه کېږي.
نیکولاس کې دمګړی په بروکسل کې دی او د افغانستان په اړه د ناټو په جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.
داپه داسې حال کې ده چې دافغان قضیې دسیاسي حل لپاره دامریکاځانګړی استازی دراتلونکی پړاو لپاره په تیاري بوخت دی او ډېر ژر به قطر ته داووم پړاو مذاکراتو لپاره له خپل تیم سره یو ځای ولاړ شي.



