پمپیو: افغان سوله مو هدف ده، ارو مرو ځان وررسوو

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۶چنګاش، ۱۳۹۸)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې په افغانستان کې مو سوله ستر هدف دی او په وینا یې چې دې هدف ته خامخا ځان رسوو.

پمپیو دا خبرې خبریالانو ته په نوي ډیلي کې کړي دي، نوموړی تیره ورځ د سیمې او نړۍ د سفر په ترڅ کې هند ته تللی وو.

ده ویلي چې د ټرمپ د ادارې یو مهم هدف په افغانستان کې سوله او امن راوستل دي او وایي چې دې موخې ته د رسیدو په خاطر یې هڅې او کوښښونه ګړندي کړي دي.

ده ډاډ او اطمنان ورکړی چې ډیر ژر به ښکیل اړخونه سولې او امن ته ورسیږي.

پمپیو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال هم ویلي وو چې له طالبانو سره یې په خبرو کې د ټولو ځواکونو د وتلو خبر منلې او یوې سیاسي هوکړې ته رسیدونکي یو.

دی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د امریکا او طالبانو اووم پړاو خبرې د روانې میاشتې په ۲۹م تاریخ پیلیږي.

ویل کیږي چې دواړه خواوې به په دې پړاو کې په مهمو خبرو موافقه اعلان کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button