خامنه یي: ایران به د امریکا د ظلمونو په وړاندې تسلیم نه شي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۶چنګاش، ۱۳۹۸)

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه یي ویلي چې ایران به د امریکا د ظلمونو په وړاندې هېڅکله تسلیمي ونه مني.

ده ویلي چې ایران د امریکا د بې رحمانه بندیزونو سره مخ دی.

خامنه یي د امریکا سیاسي څیرې ته د یوې منفورې خطاب وکړ او زیاته یې کړه چې هره ورځ د ایران ملت ته ښکنځل او سپکاوی کوي.

د خامنه یې په وینا چې ایران به تل له خپلو حقوقو څخه دفاع کوي او چا ته به تسلیم نه شي.

نوموړي دا خبرې تیره ورځ په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړي دي.

خامنه یي دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې د تیرې دوشنبې په ورځ ټرمپ هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې په خامنه یي او دفتر بندیزونه ولګیدل.

د ایران لخوا دا امریکا دا بندیزونه احمقانه وبلل شول او ویې ویل چې په دوی دا هېڅ اثر نه غورځوي.

مربوطه مطالب

Back to top button