نیوزویک: امریکا دې د شمالي کوریا د ماتولو خوب له سره وباسي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۶چنګاش، ۱۳۹۸)

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اړیکې هم چندو ښې نه دي خو په دې وروستیو کې دواړه هیوادونو د یو بل په وړاندې نرم دریځ نیولی او د خبرو اترو په مټ دواړه سره نږدې شوي دي.

تازه د شمالي کوریا رسمي نیوزویک اونۍپاڼې په یوه مطلب کې امریکا ته خطاب کړی چې د شمالي کوریا د ماتولو خوب له سره وباسئ.

نیوزویک دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې ویلي یې وو، امریکا به د شمالي کوریا ۸۰ فیصده اقتصاده تر فشار لاندې راولي.

پمپیو دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې په نږدې راتلونکې کې به ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له ولسمشر سره خبرو ته کیني.

د نیوزویک په خبره چې امریکا دې ټګي او فریب نه کوي، کنه شمالي کوریا هم پرمختللې وسلې لري.

نیوزویک ویلي چې امریکا دې له دوه مخي سیاست څخه لاس واخلي کنه شمالي کوریا به د خپلو وسلو خولې د امریکا پر لورې برابرې کړي.

نیوزویک مایک پمپیو هم تر برید لاندې راوستی او ویلي یې دي چې د امریکا غوندې هیواد د بهرنیو چارو وزیر باید له غیر معقولو او بې ځایه خبرو څخه تیر شي.

مربوطه مطالب

Back to top button