جوادظریف: امریکا دبې وسۍ تر وروستۍ کچې رسېدلې، دایران ځپل یو بې تعبیره خوب دی
کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دامریکا دبهرنیو چازو وزیر مایک پومپیو وروستیو څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی، او امریکایې یو بې وسه هېواد بللی.
ظریف وایي، امریکا اوس په هغه وضعیت کې نه ده چې ایران په ګونډو کړي، بلکه دا هېواد دبې وسۍ تر وروستۍ کچې راښکته شوی.
ظریف د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ویلي، امریکا په وار وار هڅه کړې چې ایران تر فشار لاندې راولي څو جګړه پیل کړي خو د هغه په خبره ایران هیڅکله جګړه نه غواړي.
نوموړي ویلي، که چېرته امریکا ایران ته د یو کمزوري هېواد په سترګه ګوري نو دا دې له یاده نه باسي چې اوس اتلسمه پېړۍ نه ده او یاد هېواد باید د هغې دورې خوبونه له سره وباسي، ځکه اوس نړیواله ټولنه موجوده ده، پر یو هېواد د یرغل قوانین د میز پر سر او واضح دي.
دایران اوامریکا اړیکې وروسته ترهغې ترینګلې شوې چې امریکا په ایران یوشمېر بندیزونه ولګول، دا لړۍ لاهم ترینګلې او د لا ترینګلتیا پر لور روانه ده.



