کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
نن دپاکستان په لویو ښارونو کې یو امریکايي ډالر په ۱۶۴ کالدارو پلورل کېده چې سوادګر او پاکستاني وګړي یې د لا چارۍ تر بریده رسولي دي.
د پخواني لومړي وزير نواز شريف د واکمنۍ پر مهال يو ډالر له ۱۰۸ کلدارو سره برابر و او دغه توازن د څلورو کالو لپاره تقریبا پر ځای ولاړ و، خو کله، چې د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنګ واک ته ورسېد، د ډالرو پر وړاندې د کلدارو ارزښت نور هم راښکته شو.
تېر ۲۰۱۸ کال کې يو ډالر په ۱۲۱ کلدارو پلورل کېده، خو له تېر يوه کال راهيسې د ډالرو په بيه کې ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د پاکستان د ونډو بازار او نور سوداګر وايي، چې نړيوال سوداګريز شرکتونه خپلې پانګې له پاکستانه وباسي او په پاکستان کې د توکو بيې هم بې ساري لوړې شوي دي.
د پاکستان د مرکزي بانک مشر رضا باقر سوداګرو ته ډاډ ورکړی و، چې د ډالرو د لوړېدو مخه به ونيسي، خو داسې ښکاري، چې نوموړی په خپلو چارو کې پاتې راغلی او ډالر نور هم پورته کيږي.
د سوداګريزو چارو کارپوهان وايي، شونې ده، چې يو ډالر تر ۲۰۰ کلدارو لوړ شي.
بلې خوا یوشمېر سیاسي ګوندونه اوسنی حکومت په بې کفایتۍ تورنوي او په پام کې لري چې په نږدې ورځو کې د لویو احتجاجو تابیا هم ونیسي.


















