که دمعدې په بخار او جوش اخته یاست؛ داکورنۍ مجربه نســــخه وکاروئ!

کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)

هغه څوک چی د معدې بخار،جوش او ګرمي یا دمعدې نور تکلیف لري، یایې هضمي سیستم برابر نه وي، نو هغه دې دغه اسانه کورنۍ نسخه په ترتیب عملي کړي. د الله ﷻ په فضل به یې د معدې تکلیف له یوه مخه ورک شي. او د ډاکټري هرقسم دواوو څخه به بې غمه شي ان شاء الله

“د نسخې مواد او ترتیب”
هر سهار دې د میده تورو لونګو وړوکې نیمه کاچوغه د چایو په ګلاس یا په ساده ایشولو اوبو کې واچوي. سم به یې ولړي چې رنګ واخلي وروسته دې هغه چای وڅښي او داسې هم کولی شي چې ژوندي لونګ په چاینکه کی وایشوي خو ایشول به صرف یوه دقیقه وي. دا علاج په ورځ کی دوه ځله د خوراک څخه نیم ساعت وروسته کولی شئ. د الله (ج) په فضل او قدرت به یې د معدې هرقسم بخار او تکلیف ورسره ختم شي.
.
هر چا چی دغه نسخه شروع کړه که هغه ډاکټري ګولۍ خوري د ګولۍ نیمه اندازه به دروي او دوې یا درې ورځی وروسته دې ګولۍ یوه مخه ودروي. بیابه ډاکټري ګولیو ته ان شاء الله چې ضرورت پیدا نکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button