امو سیند ته د موټر د ښویدنې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۶چنګاش، ۱۳۹۸)
نن سهار امو سیند ته د موټر ښویدنې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري رسنیو ته ویلي چې پیښه د دې ولایت په شکي ولسوالۍ کې رامنځته شوې او یو لنډکروز موټر سره له سپرلیو اوبو ته ولیدلی دی.
د نظري په وینا چې اووه تنه مړه شوې او څلور نور ژوبل دي، په مړو کې یوه ښځه هم شامله ده.
چارواکي وایي چې د پیښې له امله شوي ټپیان روغتون ته وړل شوي او تر تداوي لاندې دي.
د یادونې وړ ده چې د ترافیکي پیښو له امله په دې وروستیو کې زیاته مرګ ژوبله رامنځته کیږي.
د موټر چلوونکو بې احتیاطي هر وخت د دې لامل کیږي چې مسافرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي



