کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۶ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دافغانستان مشهورې رسنۍ پژواک خبري اژانس له اوږد سکوت وروسته دحکومت له مهم تبلیغاتي بهیر پرده پورته کړې.
پژواک یوه ويډيو ترلاسه کړې اوپه خپله فیس بک پاڼه یې نشر کړې، ویډیو کې وسله وال ښکاري چې وسلې ږدي اوخپلو کې یو بل سره په ټوکو ټکالو لګیادي.
پژواک دا ویډیو دبغلان ولایت له چارواکو راخیستې. بغلاني چارواکوښکارېدونکي وسله وال طالبان یادکړي.
دوی زیاته کړې، دا نهه تنه وسله وال نن د چنګاښ په ۶ مه په بغلان کې دسولې له بهیر سره یوځای شول.
خو د مراسمو تر پايته رسېدو او ډاليو ترلاسه کولو وروسته ټول وسله وال خپلې چپنې غورځوي او بېرته وسلې اخلي، روانېږي.
دغه تبلیغاتي بهیر له تېرو اتلسو کالو راهیسې روان وو، خو ټولو رسنیو به په پټه خوله ددې فکري اوتبلیغاتي جګړې تائید کاوه.
دا لومړی ځل دی چې دطالبانو له اخطار وروسته پژواک او یوشمېر نورې خبري رسنۍ د خپل ځان دبېطرفۍ په پار له ځینو رازونو پردې پورته کوي.


















