(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۷)
د دایکندي ولايت په کجران ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي عسکرو پر قرارګاه او پوستو بريدونه کړي چې د چارواکو په وينا ۲۴ پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دایکندي والي انور سادات وايي، تيره شپه طالبانو په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې اته پوليس وژل شوي، شپاړلس نور ټپيان دي او یو شمير پوستې هم سقوط شوي دي.
د سادات په وينا، په جګړه کې طالبانو دولس طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو طالبانو تر اوسه خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه د يادې جګړې پخلی کړی زياتوي د يادې ولسوالۍ مربوط په بالادښت او کندو سيمو کې یو کنډک او درې پوستې طالبانو نيولي، د قومندان ګوش نخور د په شمول اته پوليس وژل شوي، ديارلس نور ټپيان دي او په زياته اندازه وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته لويدلي دي.
په عين حال کې د یاد ولايت د ولايتي شورا غړی رحمان بلوچ وايي، په بالادښت او حيدربیګ سيمو کې لا هم د طالبانو او دولتي ځواکونو جګړه روانه ده په وينا يې طالبان په چارچينو ولسوالۍ کې راټول شوي او پر کجران ولسوالۍ د بيا ځلې بريد لپاره ځانونه منظموي.


















