طالبان او امریکایان سبا ته اووم پړاو خبرې پیلوي

کابل ټکی کام( جمعه، ۷چنګاش، ۱۳۹۸)

سبا شنبه چې د روانې میاشتې له ۲۹مې نیټې سره برابره ده، یو ځل بیا طالبان او امریکایان خبرو ته سره کیني.

طالبان او امریکایي استازي زلمي خلیلزاد د اووم پړاو خبرو له پیل وړاندې لا خبر ورکړی وو چې د روانې میاشتې په ۲۹مه به دواړې خواوې د خبرو میز ته سره حاضر شي.

د طالبانو او امریکایانو اووم پړاو خبرې ډیرې مهمې ښکاري او ویل کیږي چې دواړه لوري به په یوه موافقه اعلان وکړي.

د ځینو راپورونو له مخې چې څو ورځې وړاندې هم خلیلزاد قطر تللی وو خو طالبانو ورسره له خبرو کولو انکار کړی وو، ویل کیږي چې طالبانو ورته ویلي وو په تکراري خبرو وخت نه ضائع کوو.

دا خبرې په داسې وخت کې پیلیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو چې غواړي په دوو میاشتو کې له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیږي او ځواکونه له افغانستانه وباسي.

مربوطه مطالب

Back to top button