(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۸)
ټاکل شوې چې د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان نن خپله اتمه لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله نن د افغانستان پر وخت ۲:۰۰ بجې د ليډز ښار په هيډنګلي لوبغالي کې د پاکستان پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.
د ملي لوبډلې کفتان ګلبدين نايب وايي، له نړيوال جام سياليو مخکې يې په تمريناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه او دا ځل به هم هڅه وکړو چې ماتې ورکړو.
دغه راز د پاکستان د کرکټ لوبډلمشر حارث سهيل وايي، د افغان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي ښه څارلي په وينا يې دا چې تيره تمريناتي لوبه افغانستان ګټلې وه نو د هغې له کبله تر فشار لاندې نه راځي او هڅه به وکړي چې لوبه وګټي.
افغانستان د کرکټ نړيوال جام په سياليو کې ټولې اووه لوبې کړي او يوه لوبه يې هم نه ده ګټلې.

















