کابل ټکی کام( شنبه، ۸چنګاش، ۱۳۹۸)
د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ننۍ لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ده، د دې سیالي ګټل د دواړو هیوادو لپاره خورا مهم دي.
د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر ګلبدین نائب وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
دا لوبه به شېبه وروسته د انګلستان هیواد په لیډز ښار کې ترسره شي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې اووه لوبې کړې او ټولې یې بایللي دي، ننۍ لوبه باید د دې لپاره هم وګټي ترڅو تش لاس هیواد ته راستنه نه شي.
افغان لوبډله بله لوبه په همدې ښار کې له ویسټ انډیز سره کوي.
له پاکستان سره په لوبه کې تکړه تیز توپ اچونکی افتاب عالم نشته.

















