کابل ټکی کام (شنبه ، ۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د ځینو هېوادو تر څنګ جرمني هم دافغان جګړې دحل په موخه هر راز مرستو ته چمتو والی ښودلی.
د افغانستان د ګډ حکومت دبهرنيو چارو سرپرست وزير له خپل جرمني سيال سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې.
د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس له صلاح الدين رباني سره په برلين کې د کتنې پر مهال د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی دی.
د جرمني خبري اژانس په حواله، هايکو ماس په دې کتنه کې د بشري حقونو، د اقليتونو د حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د پرمختګونو يادونه هم کړې ده.
هایکو ماس ويلي، جرمنی له قطر سره يوځاى دې ته تيار دى چې د افغانستان د سولې د خبرو لپاره شرايط برابر کړي، خو په دې شرط چې دغه اقدامات د دواړو لوريو ترمنځ واقعي مذاکرو ته زمينه برابره کړي.
بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير ويلي، د دغو مذاکراتو هدف بايد د تېرو ١٨ کلونو د لاسته راوړنو خونديتوب وي.
په دې وروستیو کې چې امریکا او طالبانو مخامخ مذاکرات پیل کړي، ده روسیې ترڅنګ چین، ایران، جرمني اویوشمېر نورو سمییزو اونړیوالو هېوادونه دخپلو مرستو ډاډ ورکړی.

















