د ولسي جرګې د ریاست لپاره د رحماني او خان محمد ترمنځ مقابله ده

کابل ټکی کام( شنبه، ۸چنګاش، ۱۳۹۸)

د ولسي جرګې د ریاست د چوکۍ پر سر نن د میر رحمان رحماني او حاجي خان محمد وردګ ترمنځ مقابله ده.

دا څلورم ځل دی چې د نویو کاندیدانو ترمنځ د ولسي جرګې د ریاست پر سر ټاکنې کیږي.

په ننیو ټاکنو کې معیار ساده اکثریت ټاکل شوی، هر وکیل چې زیاتې رایې وګټلې، د ولسي جرګې د رئیس په چوکۍ به کینول کیږي.

۲۴۵وکیلانو رایه استعمال کړه، که په دې کې هر وکیل ۱۲۳ ساده رایې واخستې، د ولسې جرګې مشر ټاکل کیږي.

د تیرې یوې میاشتې راهیسې د ولسي جرګې د ریاست پر سر جنجالونه دي او دا جنجالونه اخر په فزیکې شخړه بدل شول.

د ننیو رایو شمیرنې وروسته به د ولسي جرګې رئیس معلوم شي

 

مربوطه مطالب

Back to top button