کابل ټکی کام (شنبه ، ۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
وتلې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز دطالبانو د راتلونکي نظام لپاره دمسودې له برابرېدا خبر ورکړی دی
ټایمز وایي، داسې یو ۱۴ مخیز سند یې تر لاسه کړی دی چې ښیي طالبان څه ډول نظام غواړي.
ورځپاڼه وايي، زموږ د معلوماتو له مخې له دې سنده داسې ښکاري چې دا به د دوی د اساسي قانون مسوده وي.
دا سند د هغه اساسي قانونو یوه مسوده ده چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال چمتو شوې او ځینو پخوانیو طالب چارواکو تایید کړې هم ده.
ورځپاڼې د طالبانو د یو پخواني چارواکي له قوله ویلي، طالبان له امارات پرته بل څه نه غواړي او د ډیموکراسۍ ضد دي.
دی وايي که د طالبانو سیاسي مشران نرمي وښيي نو د جګړي قومندانان به د سرو کرښو په اړه پریکړه وکړي.
د هغه په خبره، طالبان ټاکنې نه مني او امریکایانو ته وايي، طالبان د خپل امارت را ژوندي کول غواړي.
ځینو شنونکو بیا دطالبانو اوسنۍ تګلاره سوچه اسلامي ګڼلې او زیاته کړې یې ده چې ټولو افغانانو دډیمکرسي مزه څکلې، له اوږدو تجربو وروسته ټول افغانان دیو ټول شموله خپلواک اسلامي نظام غوښتنه کوي.


















