کابل ټکی کام (شنبه ، ۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د یو شمېر خبریالانو د پرلپسې پوښتنو وروسته دسعودي دوژل شوي خبریال په قتل کې بن سلمان بې ګناه بللی.
ټرمپ ویلي، د سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل په اړه د محمد بن سلمان ګناه لا ثابته شوې نه ده.
نوموړي د جي شل سرمشریزې په څنډه کې له محمد بن سلمان سره تر لیدنې وروسته یو خبري کنفرانس ته ویلي، محمد بن سلمان سره یې لیدنه کې پر مهمو مسائلو خبرې کړې دي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي له بده مرغه چې تر اوسه د خاشقجي په قتل کې د لاس لرونکو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی او دا هم لا مالومه نه ده چې ایا بن سلمان په دې قتل کې لاس لري او کنه.
ټرمپ زیاته کړې، شهزاده سلمان ورته ویلي چې د خاشقجي د وژنې په تور یې ۱۳ کسان محاکمه کړي دي او په دې برخه کې به کېدونکي پرمختګونه دوی سره شریک کېږي.
جمال خاشقجي نږدې پنځه میاشتې وړاندې په مرموز ډول وژل شوی وو.
دنوموړي په قتل کې دسعودي شهزاده محمد بن سلمان تورن شوی.


















